IQNA

د غزې په بمباریو پسې  د قرآن کریم د پاڼو دغونډولو لپاره د فلسطیني ماشوم هڅه(فیلم)

14:30 - April 24, 2024
د خبر لمبر: 3489101
ایکنا -په غزې کې د جنایتکارو صهیونیسټانو له بمباریو وروسته د یوه جومات له کنډوالې د قرآن کریم د  پاڼو په غونډولو کې د یوه فلسطیني ماشوم هڅې په سوشل میډیا کې د کارؤنکو پام او ستاینه ځان ته جلب کړې ده.

ایکنانیوز  الجزیره ټيلیویژني چینل له قوله راپور راکړ،په غزې تړانګې کې په خان یونس ښار کې د یوه جومات له کنډوالو څخه د قرآن کریم د پاڼو په غونډولو کې د یوه فلسطنیی ماشوم رامی ابوطعیمه اقدام  په ټولنیزو چینلونو کې د کارؤنکو له مثبت غبرګون سره مخ شوی دی.

دغه فلسطینی ماشوم نه ده زغملی چې د قرآن کریم پاڼې د هغه جومات په کنډوالو کې چې وحشي صهیونیسټي رژيم د جنګي الوتکو په بمباریو کې په کنډوالو بدل شوی ؤ باقي پاتې شي.

رامی د قرآن کریم پاڼې له کنډوالو غونډې کړی او په یوه لوړ ځاي ئې کیښودلي دي.هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې دغه کار ولې کوئ ووئيل؛د مونږ د پروردګار  آسماني کتاب قرآن کریم پاڼې راغونډوم او  په یوې بوجئ کې ئې اچوم څو نیواکګر صهیویسټان  دغه پاڼې نوره ونه شلوي او له الوتکو ئې ونه غورځوي.

یو داسې کلیپ  چې رامي  د قرآن د شلیدلو  پاڼو په غونډولو بوخت دی ښئ ، په ټولنیزو چینلونو کې  فعالانو ډير ستایلی دی.د ټولنیزو ټولنیزو چینلونو یو  کارؤنکی  په ایکس پاڼې کې لیکي ، خداوند کریم  دې له تاسره مرسته وکړي هماغه شان چې ته ورسره مرسته کوې.

یوه بل کارؤنکي  دغه اقدام په تیرو کابو شپږو میاشتو کې د سختو  مصیبتونو له زغملو سره سره د غزې د ماشوم د پیاوړي ایمان نښه  بللې ده.

د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې تراوسه پورې  په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژیم  په وحشي ډوله  بمباریو او حملو له امله  ددغې سیمې د شهیدانو شمیر  کابو څلوردیرشو کسانو اوښتی دی  او دغه راز  کابو اوه اویا زره نور کسان پکې ټپیان شوي  هم دي او وئيل کیږي، چې ددغو جنایتونو ترټولو زیات قربانیان  ښځې او ماشومان دي. په دغو جنایتونو کې د جوماتونو او کلیساګانو پشمول د غزې تړانګې بې شمیره بیخ بینائي تاسیسات او ودانۍ په کنډوالو بدلې شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4211927

captcha